په پنجشیر ولایت کې د ګبیوني دیوال جوړولو او د حیاتي سرچینو د ساتنې لپاره د سیند اوبو د لارې د بدلون کار پیل شو

rahyab
Sun, Jan 18 2026 12:45 PM
123

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د یو ګبیوني دیوال د جوړولو کار رسمآ پیل کړ.

د دې پروژې کار د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري، د پنجشیر ولایت مقام په همکارۍ، او د حصه‌اول ولسوالۍ د خارو او پخ سیمو د اوسېدونکو په مستقیمه همکارۍ پیل شوی او دا مهال د پلي کېدو په حال کې دی.

دا ګبیوني دیوال د ۱۳۰ متره په اوږدوالي، ۳ متر په لوړوالي او ۲ متر په پلنوالي جوړېږي، چې موخه یې د سیمې د اوسېدونکو لپاره د برېښنا د تولید د سرچینې ساتنه ده. همدارنګه، د دې مهمې سرچینې د لا زیات خونديتوب لپاره د سیند د اوبو لارې د بدلون چارې هم په هم‌مهاله ډول پیل شوې دي، تر څو د سیلابونو او احتمالي ویجاړیو له ګواښونو مخنیوی وشي.

د یادونې وړ ده چې دا پروژه د ترسره شویو تخنیکي ارزونو پر بنسټ کېږي، او عملي کېدل به یې د طبیعي پېښو د خطرونو په کمولو، د عامه بنسټونو په ساتنه او د سیمې د اوسېدونکو د لا زیاتې خونديتوب په رامنځته کولو کې اغېزمن رول ولوبوي.

نېټه:۱۴۴۷/۷/۲۸ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .