د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۰۵۶ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اسلامي هوساینې مؤسسې IRW ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په مرکز کې، ۱،۰۵۶ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته د روژې میاشتې مرستو ترسرلیک لاندې د نغدي پیسو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۵،۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره پنځه میلیونه او دوه سوه او اتیا زره (۵،۲۸۰،۰۰۰) افغانۍ په پام کې نیول شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۸/۲۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
