د لغمان له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت په مرکز کې د سیند د لارې د پاکولو او کانال کيندلو چارې پیل کړې
د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ د یاد ولایت د مرکز اړوند په نیلاواټ سیمه کې د احتمالي سېلابونو د خطرونو د کمولو او د خلکو د ځان او مال د خونديتوب په موخه د سیند د لارې د پاکولو او کانال کيندلو چارې پیل کړې.
د یادې لارې د پاکلو چارې او کانال کیندلو چارې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د یو عراده اسکواټر په واسطه د شاوخوال ۳۵۰ متره او ږدوالي په درلودلو سره پیل شوې.
اړوندو مسؤلینو وویل، چې د کانال د کيندلو له بشپړېدو وروسته به د سیمې زراعتي ځمکې، ګڼ شمېر هستوګنیز کورونه او نور عامه المنفعه تاسیسات د سیند له احتمالي ګواښ څخه خوندي شي، هغوی زیاته کړه، چې دا پروژه د طبیعي پېښو د خطر کمولو او د خلکو د خوندیتوب په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.
نېټه: ۱۴۴۷/۸/۲۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
