د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۶۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ASIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د پلحصارات ولسوالۍ ۸۴۰ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۵۰ کیلو اوړه، ۶.۲۵ کیلو دالنخود، ۵ لیټره غوړي او ۱ کیلو مالګه ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۹/۱۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
