د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۷۵ بېځایه شویو کورنیو ته نغدي مرستې وویشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د (Save the children) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښوه سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په اچین، سپین غر، نازیان او شینوارو ولسوالیو کې د ورستۍ جګړې له امله بېځایه شویو ۱۷۵ کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
د مرستو په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۱۰،۶۵۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د مرسته کوونکو کورنیو لپاره یو میلیون او اته سوه او دري شپېته زره او اوه سوه او پنځوس (۱،۸۶۳،۷۵۰) افغانۍ نغدي پيسې ځانګړې شوې وې.
د یادونې وړ ده، چې دا مرستې له اړوندو کورنیو سره د هغوی د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره شوې.
نېټه: ۱۴۴۷/۹/۲۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
