د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۹۴۹ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ASIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ سره، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په تخنیکي همکارۍ، د دې ولایت دوشي، خنجان او دند غوري ولسوالیو اړوند ۱,۹۴۹ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۴.۵ لیټره غوړي، ۶.۲۵ کیلو دال او ۱ کیلو مالګه ووېشله، همدارنګه په خنجان ولسوالۍ کې ۵۰۴ کورنیو هرې یوې ته ۲ کیلو بسکېټ هم ووېشل.
همد راز، یادې موسسې په دند غوري ولسوالۍ کې ۹۴۵ کورنیو هرې یوې ته ۲,۹۰۰ افغانۍ ووېشلې، چې ټولټال دوه میلیونه او اووه سوه او څلوېښت زره او پنځه سوه (۲,۷۴۰,۵۰۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه:۱۴۴۷/۹/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست
