د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته د غیرخوراکي توکو مرستې ووېشلې

rahyab
Sat, Apr 18 2026 4:03 PM
news image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ د نړیوال سازمان (IOM) او (PUMI) دفتر په ملاتړ، د یاد ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د وروستیو شدیدو سېلابونو له امله ۳۰۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته د غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې. 

په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې د (IOM)  له لوري هرې کورنۍ ته یو عدد سولري څراغ، یو د پخلنځي کیټ، ۳ تختې کمپلې او ۶۹ کورنیو ته چې ډېرې زیانمنې شوې وې هرې یوې ته په پورتنیو مرستو سربېره یو باب خېمه او د (PUMI) دفتر لخوا هرې کورنۍ ته د روغتیا ساتنې کېټونه ووېشل شول. 

په پای کې، د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د یادو مرستو له ترلاسه کولو وروسته خوښي څرګنده کړه او د دوی ستونزو ته د رسېدنې له امله یې له اړوندو مسؤلینو څخه مننه وکړه او همداراز د لا زیاتو او دوامدارو مرستو غوښتونکي شول.

د یادونې وړ ده، چې د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ډاډ ورکوي چې د زیانمنو کورنیو ملاتړ به دوام ولري او هڅه به کوي چې اړمنو کورنیو ته به لا زیاتې آسانتیاوې برابره وي.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱ هـ ق 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sat, Mar 28 2026 4:19 PM
Background image

The Director General of ANDMA Traveled to Nangarhar Province and Held an Emergency Meeting with Provincial Staff and Volunteers in the Eastern Zone

This morning, on Saturday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, traveled to Nangarhar Province at. . .

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .