له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د نو آنلوس نړیوالې مؤسسې ترمنځ ټولټال د اته پنځوس زره او څلور سوه او اته ویشت (۵۸,۴۲۸) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

rahyab
Sun, Apr 19 2026 2:39 PM
news image

نن ورځ د یکشنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د نو آنلوس مؤسسې له مرستیال فیضان احمد کاکړ سره وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.

په دې ناسته کې، محترم ترابي صاحب د یادې مؤسسې مرستیال ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې زیانمنې داسی کورنۍ شته چې مرستو ته زیاته اړتیا لري، او اړینه ده چې ټولې همکارې مؤسسې او سازمانونه د دغو کورنیو سره د رسېدنې لپاره اغېزمنه همکاري وکړي، څو هغوی وکولای شي له بشري مرستو څخه برخه منې شي.

همداراز، محترم ترابي صاحب له یادې مؤسسې څخه وغوښتل چې د وقایوي پروژو د پلي کولو او د ښویېدو له خطر سره مخ د لویو ډبرو د له منځه وړلو په برخه کې هم له دې ادارې سره همکاري وکړي.

په مقابل کې، د نو آنلوس مؤسسې مرستیال فیضان احمد کاکړ د ادارې له لوی رئیس څخه د چارو د چټکتیا او له مؤسسو سره د اغېزمنې همکارۍ له امله مننه وکړه او د نوې پروژې په اړه یې معلومات وړاندې کړل. هغه زیاته کړه چې دا مرستې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لومړیتوبونو پر بنسټ ترتیب شوې دي.

د غونډې په پای کې د دواړو لوریو ترمنځ د اته پنځوس زره او څلور سوه او اته ویشت (۵۸,۴۲۸) ډالرو په ټولیز ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه، چې د دې تفاهم‌نامې له مخې به، د بامیان ولایت په مرکز کې ۱۰۷ زیانمنو کورنیو ته دوه پړاوه خوراکي او یو پړاو غیرخوراکي مرستې وېشل کېږي. په دې توګه، چې هرې کورنۍ ته به ۱۰۰ کیلو اوړه، ۷ کیلو لوبیا، ۵ لیټره غوړي، ۱ کیلو چای، ۷ کیلو بوره، ۵ کیلو وریجې او یوه روغتیایي بسته چې ۱۷ قلمه توکي لري، ووېشل شي. سربېره پر دې، د دغو کورنیو لپاره به د تغذیې او حفظ‌الصحې په اړه د پوهاوي ورکولو پروګرامونه هم ترسره کېږي.

نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۰۲ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sat, Mar 28 2026 4:19 PM
Background image

The Director General of ANDMA Traveled to Nangarhar Province and Held an Emergency Meeting with Provincial Staff and Volunteers in the Eastern Zone

This morning, on Saturday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, traveled to Nangarhar Province at. . .

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .