د پکتیکا ولایت په جانيخېل ولسوالۍ کې پراختیایي پروژې پرانیستل شوې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د AYSO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د یاد ولایت د جانيخېل ولسوالۍ د شنهځای په سیمه کې د دوه کیلومتره کاریز پاکولو، د یو پلچک جوړولو او د ۲۵۵ متره په اوږدوالي د استنادي دېوال جوړولو پروژې پرانیستل شوې.
دا پروژې د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، حاجي قاري عبدالهادي، د انسجام او څارنې مدیر او د سیمې د یو شمېر اوسېدونکو په شتون کې رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
مسؤلینو د دغو پروژو د پلي کېدو موخه د بنسټیزو اسانتیاوو ښه کول، د اوبو ښه مدیریت او په سیمه کې د طبیعي پېښو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو کمول وبلل.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۰۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
