د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۸۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په مرکز قلعه نو ښار کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲۸۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
د مرستو د وېش بهیر، چې د مسؤلینو په شتون کې ترسره شو، له یاد شمېر څخه ۴ کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ شوي وو، هرې کورنۍ ته یو باب خیمه، ۲ بورۍ ۵۰ کیلویي غنم، ۱ کیلو توري چای، ۸۴ کورنیو ته چې کورونه یې په نسبي ډول ویجاړ شوي وو، هرې کورنۍ ته ۲ بورۍ ۵۰ کیلویي غنم، ۲ تختې کمپلې او ۱ کیلو توري چای او ۱۹۲ نورو کورنیو هرې یوې ته ۲ بورۍ ۵۰ کیلویي او ۱ کیلو توري چای ووېشل شول.
نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
