په فراه ولایت کې یو شمېر چاودېدونکي توکي کشف او خنثی شول
د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ پر بنسټ، دDRC موسسې د ماینپاکۍ تخنیکي ټیم د یاد ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې یو شمېر ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول خنثی کړل.
ویل کېږي چې په دې عملیاتو کې ۳ فیره د ۷۵ مليمتره توپ مرمۍ، ۲ فیره د ۷۵ مليمتره راکټ مرمۍ او ۱ فیر د ۸۲ مليمتره هاوان مرمۍ له بېلابېلو سیمو کشف او خنثی شوي دي.
د یاد ریاست مسئولینو د دې عملیاتو موخه د هېوادوالو لپاره د خوندیتوب رامنځته کول او د ناچاوده توکو له خطرونو د خلکو ژغورل بللي او د سیمې له اوسېدونکو یې غوښتنه کړې چې د شکمنو توکو د لیدو په صورت کې سمدستي اړوندو ادارو ته خبر ورکړي.
نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۲۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
