د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۰۰ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د کلیوالو سیمو د پراختیا او هوساینې لپاره د اقدام موسسې (AWDERO) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د مرکز شبرغان ښار اړوند ۴۰۰ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې له سروې وروسته د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ۲,۹۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې په ټولیز ډول یو میلیون او یو لک او شپېته زره (۱,۱۶۰,۰۰۰) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او AWDERO موسسې څخه د مرستو پر وخت د وېش په پار مننه او قدرداني وکړه.
