د غزني ولایت په قرهباغ ولسوالۍ کې ۵۰۰ کیلویي بمب کشف او په خوندي ډول له منځه یووړل شو
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ماینپاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست د بیړنۍ شمېرې ۰۷۰۸۶۰۶۰۶۰ له لارې، د غزني ولایت د قرهباغ ولسوالۍ د عسکرکوټ بازار د سیمې د یوه اوسېدونکي له لوري د یادې سیمې د خلکو ژوند ته د ګواښ او احتمالي خطر په اړه خبر ترلاسه کړ. د خبر له ترلاسه کېدو وروسته، یاد ریاست د DRC ماینپاکۍ مؤسسې د DRC-QRT-02 چټک غبرګون ټیم سیمې ته واستوه او یاد ټیم د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د ناچاوده توکو د کشف او لمنځه وړلو عملیات ترسره کړل.
د عملیاتو پر مهال، د عسکرکوټ بازار د سیر کلي د یوه کور په انګړ کې یو د OFAB-500 ډوله ۵۰۰ کیلویي روسي بمب کشف، له سیمې څخه په خوندي ډول انتقال او له منځه یووړل شو.
د یاد بمب په خوندي ډول له منځه وړلو سره د سیمې د اوسېدونکو د ځان او مال د احتمالي زیان او مرګژوبلې مخه ونیول شوه او سیمه له یوه جدي خطر څخه پاکه شوه.
د ماینپاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست او د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ټولو هېوادوالو څخه غوښتنه کوي، چې د ماینونو، ناچاوده توکو او یا نورو مشکوکو توکو د لیدلو په صورت کې له لمس کولو او نږدې کېدو څخه ډډه وکړي او سمدستي اړوندو مسوولینو ته خبر ورکړي، څو د احتمالي مرګژوبلې او مالي زیانونو مخه ونیول شي.
