په خوست ولايت کې ٤١ ناچاوده توکي کشف او له منځه یووړل شول
د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د اومر ماین پاکۍ موسسې QRT-01 تخنیکي ټیم د یاد ولایت په ځاځي ميدان او سپيره ولسواليو او مرکز کې له تېرو جګړو پاتې شوي ناچاوده توکي کشف، خوندي ځاى ته انتقال او له منځه یووړل.
د عملیاتو په ترڅ کې ۴ عدد بمب لېټونه، ۵ فیره ۴۰ میلي متره مرمۍ، ۳۰ فیوزونه او ۲ فیره د مارټر مرمۍ کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شوې.
یاد ناچاوده توکي د پخوانیو جګړو له وختونو څخه په سیمه کې پاتې وو، چې د بازار د دوکاندارانو او د سیمې د اوسېدونکو ژوند او ورځني فعالیتونه یې له احتمالي خطر سره مخ کړي وو او د دغو ناچاوده توکو په له منځه وړلو سره د خلکو د سر او مال د احتمالي زیان مخه ونیول شوه.
د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ټولو هېوادوالو غوښتنه کوي چې د هر ډول چاودېدونکو او یا شکمنو توکو د لیدلو په صورت کې دې له لمس کولو او نږدې کېدو څخه ډډه وکړي او ژر تر ژره دې اړوندو امنیتي او مسؤلو ادارو ته خبر ورکړي، ترڅو لازم اقدامات ترسره شي.
نېټه:۱۴۴۸/۴/۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
