جمهوررئیس غني پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر رسماً معرفي کړ

rahyab
شنبه ۱۳۹۹/۲/۲۷ - ۱۵:۱۲
3

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې غلام بهاوالدین جیلاني پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت د وزیر په توګه معرفي کړ.
په دغو مراسمو کې چې په ارګ کې ترسره شول، د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح هم حضور درلود، لومړی د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي رئیس ډاکتر فضل محمود فضلي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت د وزیر په توګه د غلام بهاوالدین جیلاني د ګمارنې په اړه د جمهوررئیس فرمان ولوست.
وروسته پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت مخکېني وزیر نجیب اقا فهیم وویل، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د برنامو په رڼا کې، د اوبو مدیریت په اړه مو روښانه لیدلوری ترسیم کړ او د پېښو د خطرونو د کموالي ستراتېژي مو تدوین کړه چې کېدای شي راتلونکې ته لار نقشه وي.
وروسته پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني د جمهوررئیس او د حکومت د رهبرۍ له باور څخه په مننې وویل، ډېر خوشاله یم چې په خدمت کې قرار لرم او ژمنه کوم چې زموږ د ګډ کور افغانستان لپاره به خپلې هڅې دریغ نه کړم.
جمهوررئیس غني یادو مراسمو ته د وینا پرمهال د افغانستان د شهیدانو په ځانګړي ډول د هیواد د وروستیو پېښو د شهیدانو روح ته دعا وکړه.
جمهوررئیس پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت د مخکېني وزیر نجیب اقا فهیم د زیار، هڅو، سالم مدیریت او ژمنتیا مننه وکړه وې ویل، موږ باید د پېښو رامنځته کېدو ته په تمه ونه اوسو، بلکې پېښې، اوبه او سېلابونه مدیریت کړو.
د هیواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، اقلیم د بدلون په حال کې دی، د تېر په پرتله به د کډوالۍ کچه زیاته شي او موږ باید اقلیمي بدلونونو ته لازم تدابیر ولرو.

44

 

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۲:۱
Background image

د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۴۰ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په درایم ولسوالۍ کې د وچکالۍ له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۱:۵۹
Background image

په سرپل ولایت کې د څښاک د اوبو د څلورو شبکو څېړنه او ارزونه وشوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ماشومانو د ملاتړ دفتر ترمنځ د همکارۍ د هوکړه‌لیک پر بنسټ، د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي همکارۍ، په دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۱:۵۶
Background image

د کابل په ده‌سبز ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو سروې بشپړه شوه

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د وروستیو سختو ورښتونو له امله د ده‌سبز ولسوالۍ په ناوه کلي کې د راوتلي سېلاب په پایله کې د زیانمنو شویو سیمو سروې او ارزونه وکړه.

د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .