د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت په چهار برجک ولسوالۍ کې ۲۰۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۵۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو بوره او نیم کیلو چای ووېشل شو.
همداراز، مسؤلینو ټینګار وکړ، چې په یاد ولایت کې به زیانمنو کورنیو ته د ډېرو مرستو جلبولو هڅې دوام ولري.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۹/۲۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
