دارزګان ولايت له پېښو سره د مبارزي امادګۍ رياست له لوري په مرکز ترينکوټ کي ۲۵ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې وویشلې شوې
د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست سره په همکارې، د DHSA موسسې لخوا د مرکز ترينکوټ په خانقه سيمه کې د هغو زیانمنو کورنيو لپاره چې خوني يې نړېدلي وې، نغدي مرستې ووېشل شوې.
په دې بهیر کې، ۲۵ کورنۍ شاملي وې چي هري کورنۍ ته ۱۸,۱۹۰ افغانۍ ورکړل شوې، څو له دې لارې وکولای شي خپل استوګنځي ترمیم او د ژمي له سختو شرایطو سره مبارزه وکړي.
د یادو مرستو وېشل د اقتصاد ریاست او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د استازو په حضور کې ترسره شول، تر څو شفافیت، ترتیب او د اړتیا پر اساس د مرستو وېش یقیني شي.
خلکو له دې مرستو خوښي وښوده او د اړوندو ادارو څخه یې مننه وکړه.
نیټه: ۱۴۴۷/۶/۱۱ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
