د ارزګان ولايت په دهراود ولسوالۍ کې یو عدد چاودېدونکی توکی کشف او خنثی شو
د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د DAPA ماین پاکۍ موسسې د تخنیکي ټيم په ملاتړ، د دې ولایت د دهراود ولسوالۍ په بازګیر د سر وي سیمه کې، له تېرو جګړو څخه پاتې شوی یو عدد چاودېدونکی توکی کشف او په خوندي توګه له منځه یوړو.
د یادو عملیاتو په پایله کې، د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو له سیمه ییزو اوسېدونکو څخه وغوښتل، چې د هر ډول مشکوک او چاودېدونکي توکي د لیدلو په صورت کې دې له اړوندو مسؤلینو سره اړیکه ونیسي ترڅو یې د له منځه وړلو لپاره اړین اقدامات ونیول شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۶/۲۳ ه.ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
