د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰۵ زیانمنو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د RRAA موسسې تر منځ د هوکړه لیک له مخې، د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، ۳۰۵ کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله یې په مرکز ترینکوټ او اړونده ولسوالیو کې خونې ویجاړې شوې وې، له سروې وروسته د خونو د ترمیم لپاره نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۲۳,۱۸۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال اووه میلیونه او نه شپېته زره او نه سوه (۷,۰۶۹,۹۰۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه:۱۴۴۷/۷/۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
