د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د اوبو ویالې پاکولو او کیندنې د پروژې چارې پرانیستې

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵
image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو او د زیانمنو کورنیو د ملاتړ په موخه، د بالا مرغاب ولسوالۍ اړوند د خم شاهزاده په سیمه کې د «خوړو په بدل کې کار» پروګرام تر چتر لاندې د اوبو ویالې د پاکولو او کیندنې د پروژې چارې پرانیستې او عملاً یې پیل کړې.

د دغې پروژې عملي چارې د قومي مشرانو، سیمه‌ییزو مخورو، ځايي مسئولینو او د سیمې د یو شمېر اوسېدونکو په شتون کې په رسمآ پیل شوې. د پروژې موخه د اوبو ویالې پاکول، د اوبو د جریان او لېږد بهیر ښه کول، د اوبو د لارو د بندېدو مخنیوی، د سېلابونو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو کمول او همدارنګه د سیمې اوسېدونکو ته د لنډمهاله کاري فرصتونو برابرول دي.

د یادونې وړ ده چې د اوبو د ویالې ټولیز اوږدوالی ۲۶۷۰ متره دی او د پروژې د پلي کېدو پر مهال به په ټولیز ډول ۴۹۲۷ متر مکعبه د کیندنې او پاکولو چارې ترسره شي. د دې پروژې پلي کېدل به د اوبو د مدیریت په ښه والي، د کرنیزو ځمکو په ساتنه، د سېلابونو له امله د زیانونو په کمولو او د سیمه‌ییزو بنسټیزو تأسیساتو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

د خم شاهزاده سیمې اوسېدونکو د دې پروژې له پیل څخه هرکلی کړی او د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له پاملرنې او همکاریو څخه یې خوښي څرګنده کړې ده. هغوی ټینګار وکړ چې د ورته پروژو پلي کېدل د اقتصادي وضعیت په ښه والي، د کرنیزو ځمکو په ساتنه او د طبیعي پېښو د خطرونو په کمولو کې اغېزناک دي او غوښتنه یې وکړه چې په نورو زیانمنو سیمو کې هم ورته پروژې دوام ومومي.

نېټه:۱۴۴۷/۱۲/۳۰ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۶:۵۱
Background image

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۹ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د UNICEF دفتر په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په کامدېش او برګمتال ولسوالیو کې د وروستیو جګړو له امله داخلي بېځایه شویو ۸۹ کورنیو غیرخوراکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۱۴ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ، د یاد ولایت اړوند ۱۱۴ کورنیو ته چې د وروستیو قدرتي پېښو له امله زیانمنې شوې وې، د دوهم پړاو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۰:۵۹
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په شېګل ولسوالۍ کې د مانده او سېلابي لارې د پاکولو کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د شېګل ولسوالۍ د لچي په کلي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .