د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۹ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د UNICEF دفتر په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په کامدېش او برګمتال ولسوالیو کې د وروستیو جګړو له امله داخلي بېځایه شویو ۸۹ کورنیو غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې له سروې وروسته د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته د حفظ الصحې یو کېټ او د پخنلځي د وسایلو یو کېټ ووېشل شو.
د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او UNICEF دفتر څخه د مرستو د وېش په پار مننه او قدرداني وکړه.
نېټه:۱۴۴۸/۱/۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
