د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۲ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۲۲:۰
news image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د یاد ولایت په قادس, بالامرغاب, آب کمري او مقر ولسوالیو کې ۲۲ کورنیو ته چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې, له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو غنم, ۱ کارتن مګي آش, ۳۶ کیلو مکروني, ۵ کیلو مُۍ, ۵ تختې کمپلې, ۵ عدده جمپرونه, ۵ جوړه څپلکې, یوه روغتیایي بسته, یوه بسته البسه او ۱ عدد سطل ووېشل شول. همداراز, له یاد شمېر کورنیو څخه یوې کورنۍ ته چې کور یې په بشپړ ډول ویجاړ شوی و یو باب خیمه هم ووېشل شوه.

نیټه: ۱۴۴۶/۰۹/۱۸
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۶:۵
Background image

د ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیسانو د ظرفیت لوړونې تخصصي سمینار د پېښو د اغېزناک مدیریت پر پیاوړتیا په ټینګار سره پیل شو

نن شنبه سهار، د ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیسانو د ظرفیت لوړونې یو اوونیز تخصصي سمینار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۲:۴۸
Background image

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په مرکز کې د اوبو کانال د پاکولو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارله

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د لارښوونې پر بنسټ، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د مرکز اړوند د سیدآباد او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۲:۱۴
Background image

د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په مرکز کې د ښوېېدو له ګواښ سره مخ ۱۸ لویې خطرناکې ډبرې وېجاړې کړې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د مرکز اړوند په الیاس‌خېل کلي کې د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .