د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲,۵۷۷ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۰:۵۳
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د World Vision مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په مقر، سنګ‌آتش، غورماچ، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې ۲،۵۷۷ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، د جوند ولسوالۍ ۱،۵۰۰ کورنیو ته د لومړي پړاو په توګه هرې کورنۍ ته ۲،۵۹۰ افغانۍ ورکړل شوې. همدارنګه، د مقر، سنګ‌آتش، غورماچ او بالامرغاب ولسوالیو ۱،۰۷۷ کورنیو ته د درېیم او څلورم پړاو په توګه هرې کورنۍ ته ۵،۴۰۴ افغانۍ ووېشل شوې.

د یادونې وړ ده، چې د World Vision  موسسې له لوري د ۲،۵۷۷ کورنیو لپاره ټولټال نه میلیونه او اوه لکه او پنځه زره او یو سل او اته  (۹،۷۰۵،۱۰۸) افغانۍ ځانګړې شوې وې.

په پای کې د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د یاد ریاست او مؤسسو له مسؤلینو څخه د مرستو ورکولو له امله خوښي څرګنده کړه او له هغوی څخه یې مننه وکړه.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۰۴ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۲:۱۴
Background image

د نیمروز ولایت په زرنج ښار کې د ویالو او کانالونو د پاکولو پروژې دویم پړاو پیل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د زرنج ښار د ویالو او کانالونو پاکولو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مرکز په قندهاري تپه علي کلي کې د زیانمن شوي سړک د بیارغونې د پروژې کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د خلکو د تګ راتګ ستونزو د حل په موخه د یاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۱۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د رضاکارانو ټیم جوړ او فعال شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د هېواد په ولایتونو کې د رضاکارانو د ټیمونو د فعالولو بهیر دوام لري. په همدې لړ کې، د میدان. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .