د بادغیس ولایت په مقر ولسوالۍ کې د ګبیوڼي دیوال د ترمیم پروژه ګټې اخستنې ته وسپارل شوه

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د مقر ولسوالۍ د دهن توتک په سیمه کې د ګبیوڼي دیوال د ترمیم پروژه د ۹۴۲ زره او ۵۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخستنې ته وسپارله.
دغه پروژه له سېلابونو څخه د هستوګنیزو سیمو، کرنیزو ځمکو او عمومي سړک او د خاورې کډۍ کېدو څخه د ساتنې په موخه عملي شوې ده.
د پروژې د پرانیستې مراسم د ولایت مقام استازي، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، د ټولګټو رئیس او د بادغیس ښاروال په ګډون ترسره شول.
ځايي مسؤلینو د دې پروژې ارزښت د طبیعي پېښو د خطرونو په کمېدو او د تګ راتګ په اسانتیا کې مهم وباله او له سیمه ییزو خلکو یې وغوښتل چې د پروژې په ساتنه کې همکاري وکړي.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۱۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره