د باميانو ولايت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست ٦٠ کورنيو ته غير خوراکي توکي ووېشل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ORCDG موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بامیانو ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له یادې موسسې سره په همغږۍ د دې ولایت د مرکز اړوند ۶۰ غار میشته کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل.
په دې بهیر کې، له سروې وروسته د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ۶ تختې کمپلې او یوه بسته ژمنۍ البسه ووېشل شوه.
نېټه: ١٤٤٦/٧/٢٨
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره