د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۱۵ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هستوګنې لپاره د آغاخان مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په یګاولنګ ۲ ولسوالۍ کې د دوه یم پړاو نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۴۳۵۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره یو میلیون او درې سوه او اویا زره او دوه سوه او پنځوس (۱,۳۷۰,۲۵۰) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۶/۰۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
