د لغمان ولايت له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست ۱۲۶ مستحقو کورنيو ته د غير خوراکي توکو مرستې وويشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د OCHR مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د مرکز مهترلام بابا ښار په بېلابېلو کليو کې ۱۲۶ مستحقو کورنيو ته له سروې وروسته د غير خوراکي توکو مرستې وويشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۲۱ کلچي صابون، ۵۴ کوچنۍ څمڅې او نور د اړتيا وړ توکي ووېشل شول.
د یادونې وړ ده، چې د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د OCHR مؤسسې بشردوستانه هڅې وستایلې او اړوندو کورنیو ته یې د لا ډېرو همکاریو د کولو ډاډ ورکړ.
نېټه: ۱۴۴۷/۶/۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
