له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغانستان لپاره د بشري او پراختیایي مرستو AHDAA مؤسسې ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه
نن ورځ شنبه له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د افغانستان لپاره د بشري او پراختیایي مرستو مؤسسې د رئیس، عبدالعزیز سروري سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په پیل کې، ترابي ترابي صاحب راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل، او زیاته یې کړه، چې خپله پروژه دې د یخنۍ له ډېرېدو مخکې په شفاف او چټک ډول سره ترسره کړي.
ورپسې، د یادې مؤسسې راغلي پلاوي د خپلې تطبیقېدونکې پروژې د ډول او ځای په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې موږ له وړاندې په اړونده سیمه کې سروې کړې ده ترځو خپله پروژه پکې تطبیق کړو.
د یادونې وړ ده، چې په پای کې، د دواړو لوریو ترمنځ ټولټال د دري څلويښت زره او نه سوه (۴۳،۹۰۰) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه، چې له مخې به یې د هرات ولایت په چشت شریف ولسوالۍ کې د ۹۸۲۰ مترو په اوږدوالي سره د پلاستیکي پایپونو په واسطه یوه د اوبو رسولو پروژه چې له امله به یې ۱۰۰ کورنیو ته د اوبو لاسرسی برابر شي ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۶/۰۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
