د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۰۰ مستحقو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او په آسیا کې د نړۍ ټولنیزو خدمتونو CWSA موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، په یکاولنګ نمبر ۲ ولسوالۍ کې ۶۰۰ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته د لومړي پړاو نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، د لومړي پړاو ۲,۶۵۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال یو میلیون او پنځه سوه نوي زره (۱,۵۹۰,۰۰۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوي وې.
نېټه:۱۴۴۷/۰۷/۰۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
