د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ١٨ زیانمنو شویو کورنیو ته نغدي او د غیرخوراکي توکو مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کنسرن موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي همکارۍ، د دې ولایت د راغستان ولسوالۍ اړوند ١٨ کورنیو ته چې د تېرو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته نغدي او د غیرخوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ١ د پخلنځي کېټ، ١ د ژمنیو وسایلو کېټ، ١ تخته ترپال، ٣ تختې کمپلې، ١ باب خېمه، ٢ عدده سولري څراغونه او ١١,٢٢٠ افغانۍ نغدي پیسې ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره ٢٠١,٩٦٠ ( ٢٠١ زره او ٩٦٠ ) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۰/۲٩ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره