د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۸۳ زیانمنو شویو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې. 

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳ - ۲۲:۵
news image

 له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د میشن ایست موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت د ارغنجخواه ولسوالۍ اړوند ۲۸۳ زیانمنو شویو او اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، په څو ګروپونو کې د لومړۍ ډلې ۲۲۰ کورنیو څخه هرې یوې کورنۍ ته ۱۹,۴۵۴ افغانۍ نغدې پیسې او درې کمپلې، د دوه یمې ډلې ٤٢ کورنیو څخه هرې کورنۍ ته ۱۹,۴۵۴ افغانۍ نغدي پیسې او همدارنګه د درېیمې ډلې له ۲۱ کورنیو څخه هرې کورنۍ ته ۱۴,۲۰۰ افغانۍ نغدي پیسې ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره ٥,٣٩٥,١٤٨ ( ٥ میلیونه، ٣٩٥ زره او ١٤٨ ) افغانۍ ځانګړې شوې وې.

 نېټه:  ١٤٤٦/٩/٢٣ ه.ق
 له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۲:۴۸
Background image

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په مرکز کې د اوبو کانال د پاکولو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارله

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د لارښوونې پر بنسټ، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د مرکز اړوند د سیدآباد او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۲:۱۴
Background image

د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په مرکز کې د ښوېېدو له ګواښ سره مخ ۱۸ لویې خطرناکې ډبرې وېجاړې کړې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د مرکز اړوند په الیاس‌خېل کلي کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۱:۵۵
Background image

د تخار ولایت په مرکز کې د ګبیوني دېوال د جوړولو او د سېلابي ‌لارې پاکولو د وقایوي پروژې کار پیل شو

د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سېلابونو د خطرونو کمولو په موخه، د تالقان ښار د آهندرې نوآباد سیمه کې د ګبیوني دېوال جوړولو او د سېلابي لارې د پاکولو د بېړنۍ وقایوي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .