د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۱۵ مستحقو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هستوګنې لپاره د آغاخان موسسې (AKAH)ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په نهرین ولسوالۍ کې ۳۱۵ بیوزله کورنیو ته له سروې وروسته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته د دویم قسط ۴,۳۵۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال یو میلیون او درې سوه اویا زره او دوه سوه پنځوس (۱,۳۷۰,۲۵۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۶/۶ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
