د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۵۰ زلزله ځپلو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د پاملرنې موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت د مرکز او بېلابېلو ولسوالیو اړوند ۱۵۰ کورنیو ته چې د تېرې زلزلې له امله زیانمنې شوې وې, له سروې وروسته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۲ تختې دوه کسیزه کمپلې, ۷ جوړه ښځینه او نارینه جاکټونه, ۲ عدد ښځینه شالونه, ۲ عدد نارینه پټوګان, ۶ جوړه ښځینه او نارینه بوټونه, ۱۲ جوړه جرابې, ۴ جوړه دستکوشونه او ۴ عدد خولۍ ووېشل شوې.
نیټه: ۱۴۴۷/۰۸/۱۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
