د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۲۰۰ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د SFL-WFP مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د مشروطه او غیر مشروطه مرستو تر سرلیک لاندې ۲۲۰۰ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۲۹۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره شپږ میلیونه او درې لکه او اتیا زره (۶،۳۸۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي پيسې ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
