د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۲۹ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۲:۱۳
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د OHW موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په مارمل ولسوالۍ کې ۲۲۹ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته نغدې مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، ۱۱۲ کورنیو هرې یوې ته ۱۳,۲۷۰ افغانۍ، یو روغتیایي کېټ، ۷۷ کورنیو هرې یوې ته ۱۱,۲۷۹ افغانۍ او ۴۰ کورنیو هرې یوې ته یو روغتیایي کېټ ووېشل شول، چې د نغدو مرستو اندازه ټولټال دوه میلیونه او درې سوه څلور پنځوس زره او اووه سوه درې ویشت (۲,۳۵۴,۷۲۳) افغانۍ کېږي. 

نېټه:۱۴۴۷/۷/۴ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۳:۵۶
Background image

د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې ۴ عدده ناچاوده سرګلولې کشف او خنثی شوې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ماین‌پاکۍ د همغږۍ او انسجام ریاست، د بیړنۍ اړیکې شمېرې (070,8606060) له لارې د ترلاسه شوي اړیکې پر بنسټ، د ډافا مؤسسې د بېړنۍ ځواب وینې ټیم د بلخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۰:۱۴
Background image

د زابل ولایت په مرکز کې څلور ضربه په لاس جوړشوي ماینونه کشف او خنثی شول

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ماین‌پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست، د (0708606060) شمېرې له لارې د بیړنۍ اړیکې پر بنسټ، د DRC مؤسسې چې له یادې ادارې سره د همکارۍ هوکړه لیک لري،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۵:۴۰
Background image

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸ زیانمنو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ډنمارک د کډوالو شورا (DRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، ۸. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .