د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ١٠٠ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د میشن اېسټ مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په ورسج او اشکمش ولسوالیو کې ١٠٠ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسولینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ٧،٠٠٠ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره اوه سوه زره (٧٠٠،٠٠٠) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۶/٢٥ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
