د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۶ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د UNICEF دفتر او Concern worldwide موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت اړوند ۳۶ کورنیو ته له سروې وروسته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، د مسؤلینو په شتون کې د Concern worldwide دفتر له لوري هرې کورنۍ ته، ۷ تختې کوچنۍ او لویې کمپلې، یو ترپال، یو پلاستیکي فرش او ۱۷ قلمه توکي لرونکې یوه د کور د اړتیا وړ بسته، او همدارنګه د UNICEF دفتر له لوري هرې کورنۍ ته ۱۰ قلمه توکي لرونکې یوه بسته ووېشل شوه.
