د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۶۳ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کورډ اېډ موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د اشکمش ولسوالۍ اړوند ۵۶۳ زیانمنو او بې سرپرسته کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۲,۹۱۸ افغانۍ ووېشل شوې چې ټولټال یو میلیون شپږسوه دوه څلوېشت زره او اته سوه څلور دېرش (۱,۶۴۲,۸۳۴) افغانۍ نغدي پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۱/۱۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره