د جوزجان ولایت د خواجه دو کوه ولسوالۍ په قزل ایاق خور کلي کې ناچاوده توکي کشف او خنثی کړل شول

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۶:۰
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ماین‌پاکۍ د همغږۍ او انسجام ریاست، د بیړنۍ اړیکې شمېرې (078606060) له لارې د ترلاسه شوي اړیکې پر بنسټ، د اومر مؤسسې د بېړنۍ ځواب وینې ټیم د جوزجان ولایت د خواجه دو کوه ولسوالۍ په قزل ایاق کلي ته د عملیاتو لپاره ولېږدوه.
د دې عملیاتو په ترڅ کې، یاد ټیم ٩٣٦ بېلابېل ډوله نا چاوده توکي چې د سیمې د اوسېدونکو ژوند یې له خطر سره مخ کړي و، کشف او په خوندي ډول یې انتقال او له منځه یووړل.
همدارنګه، د جګړو څخه پاتې ماینونو او چاودېدونکو توکو د احتمالي پېښو د مخنیوي په موخه، د سیمې اوسېدونکو ته د ماینونو او چاودېدونکو توکو د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو او هغوی ته وویل شول چې د هر ډول چاودېدونکو یا مشکوکو توکو د لیدلو په صورت کې دې ژر تر ژره د پورته یادې چټک ځوابوېینې شمېرې سره اړیکه ونیسي.
نېټه: ۱۴۴۷/٣/۲۱ ه.ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۵:۲۷
Background image

د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۴۲ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ( AYSO ) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت د دانګام. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۵:۲۴
Background image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۳۸ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د عدالت د پیاوړتیا او مدني ټولنې (JCSSO) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۴:۵
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۳۵ مستحقو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۱۳۵ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .