د جوزجان ولایت په کوکلداش کلي کې د فیضآباد د سیند د شکن تحکیماتي پروژه پرانستل شوه

د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د فیضآباد ولسوالۍ د کوکلداش کلي د سیند د شکن تحکیماتي پروژه رسماً پرانستله او ګټې اخیستنې ته یې وسپارله.
د یادونې وړ ده، چې دا پروژه د امیرالمؤمنین حفظهالله د فرمان پر بنسټ، د یو میلیون (۱,۰۰۰,۰۰۰) افغانیو په ځانګړې کولو سره، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لخوا تمویل او د جوزجان ولایت د مقام په همغږۍ پلي شوې ده.
د پروژې په چوکاټ کې، ۲۴۰ د ګبیون بکسونه (د ۲×۱×۱ متر په اړخونو سره) ځای پر ځای شوي، او ۴۸۰ مترمکعبه غرنۍ ډبرې په کې لګول شوي دي. دغه تحکیمات د سېلابونو د لوړېدو د مخنیوي او د هستوګنیزو کورونو او کرنیزو ځمکو د خوندي ساتلو لپاره مهم رول لوبوي.
د پروژې د پرانستې پر مهال، د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، مولوي سراجالدین سراجي د پروژې د پلي کېدو د بهیر او ارزښت په اړه ګډونوالو ته لازم معلومات وړاندې کړل او له خلکو یې وغوښتل چې د دې تحکیماتو په ساتنه کې همکاري وکړي.
د فیضآباد ولسوالۍ چارواکو او د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې له بشپړېدو خوښي څرګنده کړه او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د جوزجان ولایت د مقام له پاملرنې او همکاریو څخه یې مننه وکړه.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۰/۳۰
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره