د خوست ولایت له پېښو سره مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۶۹ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، UNICEF او د GAALO دفتر په مالي ملاتړ، د دې ولایت اړوند ۱۶۹ کورنیو ته، چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې، د UNICEF دفتر له لوري هرې کورنۍ ته ۱ عدد روغتیایي کېټ، ۱ عدد فامیلي کېټ، د IOM سازمان له لوري هرې کورنۍ ته ۳ تختې کمپلې، ۲ عدده سولري څراغونه او د GAALO موسسې له لوري هرې کورنۍ ته ۵,۸۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې د نغدو مرستو ټولیزه اندازه نه لکه او اتیا زره او دوه سوه (۹۸۰,۲۰۰) افغانۍ کېږي.
نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۱۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
