د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲,۱۸۳ زیانمنو شویو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې (NAC ) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د دایکندي ولایت له پېښو سه د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې کمېټې په همکارۍ، د دې ولایت په سنګتخت، خدیر او شهرستان ولسوالیو کې، ۲,۱۸۳ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته د نغدي پيسو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته د ۴۲.۵ ډالرو معادل ۲،۱۸۳ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره (۲۵،۵۱۹،۲۷۰) پنځه ویشت میلیونه او پنځه سوه او نولس زره او دوه سوه او اویا افغانۍ ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۴/۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره