د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۳۵ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, یاد ولایت ته له پاکستان څخه په اجباري توګه راستنېدونکو ۲۳۵ کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته یوه بورۍ ۵۰ کیلویي غنم او یوه بورۍ ۲۵ کیلویي وريجې ووېشل شوې.
نېټه: ١٤٤٦/١٢/۰۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره