د زابل ولایت په مرکز قلات کې د توپ یوه ناچاوده مرمۍ کشف او خنثی شوه
د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ د هلو ټرسټ ماین پاکۍ مؤسسې (THT) د چټک غبرګون (QR04)نمبر ټیم، د زابل ولایت د مرکز قلات په ظریف مانده کلي کې د سروې او څېړنې پر مهال ۱ فیره د توپ ناچاوده مرمۍ کشف او د خوندیتوب له ټولو اصولو سره سم له منځه یووړله.
د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې او آمادګۍ ریاست له ټولو هېوادوالو غوښتنه کوي، که ناچاوده یا شکمن توکي وویني له نږدې کېدو او لاس وهلو څخه دې په کلکه ډډه وکړي او ژر تر ژره دې اړوندو مسؤلو ادارو ته خبر ورکړي، ترڅو د احتمالي مرګ ژوبلې او زیانونو د مخنیوي لپاره پر وخت لازم اقدامات ترسره شي.
