د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٢٧٨٦ کورنیو ته څه باندې ٣٢ میلیون افغانۍ نغدي مرستې ووېشل شوې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ماهو موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په تخنیکي همکارۍ او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ، د دې ولایت په سنچارک ولسوالۍ کې ٢,٧٨٦ بې سرپرسته کورنیو ته، له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې، د مسؤلینو په شتون کې په دوو پړاوونو کې په داسې ډول چې په لومړي پړاو کې ١,٦٨٨ کورنیو ته، چې د هغوی سرپرستې ښځې وې هرې یوې ته ١٢,٥٠٠ افغانۍ او په دوه یم پړاو کې ١,٠٩٨ کورنیو ته، چې سرپرستي یې د نارینه وو په غاړه وه، هرې یوې ته ١٠,٤٠٠ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمیر کورنیو لپاره دوه دیرش میلیون، پنځه سوه او نولس زره او دوه سوه (٣٢,٥١٩,٢٠٠) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۳/۱۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره