د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳,۳۸۵ بېوزله کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ماهو موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي همکارۍ، د دې ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې ۳۳۸۵ بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۲۹۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال ۹,۸۱۶,۵۰۰ (نه میلیونه او اته سوه شپاړلس زره او پنځه سوه) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۵/۰۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
