د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو کار پیل شو

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۲۰:۵۴
news image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د نوې اداري ودانۍ د جوړولو چارې، د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، مولوي احسان‌الله احسان، د سمنګان ولایت د مقام د دفتر رییس، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د تدارکاتو آمر احمدشاه ذهین او د اړوندو ادارو د چارواکو په شتون کې رسماً پیل شوې.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د تدارکاتو آمر احمدشاه ذهین، وویل چې دا ودانۍ به په ۳۴۶ متر مربع ځمکه کې، په درې پوړونو کې، د اساسي معیارونو له مخې جوړه شي   چې دا پروژه به په راتلونکو شپږو میاشتو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ورپسې د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، مولوي احسان‌الله احسان، ټینګار وکړ چې د دې ودانۍ له پیل څخه تر بشپړېدو پورې به پر کارونو جدي څارنه وکړي، ترڅو دا ودانۍ د اړینو معیارونو سره سمه جوړه شي. 
همداراز، د یاد ریاست د مالي او اداري مدیر، عبدالمنان قادریار، د دې پروژې د پیل له امله خپله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست تر دې مهاله خپله ځانګړې ودانۍ نه درلوده او خپل اداري فعالیتونه یې د کرایې په ودانیو کې ترسره کول. هغه زیاته کړه چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره به اداري اسانتیاوې رامنځته شي او د دې ریاست چارې به په لا ښه کیفیت او اسانتیا سره ترسره شي.

نېټه:۱۴۴۶/۹/۱۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۲:۳۷
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د افغانستان لپاره د برېټانیا له ځانګړي استازي سره وکتل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د افغانستان لپاره د برېټانیا له ځانګړي استازي ښاغلي ریچارډ لینډزی او د هغه له مل پلاوي سره په خپل کاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۱:۵۱
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۶ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، له هغو امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې سره، چې زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو له کمېسیون څخه یې ترلاسه کړي وو، د یاد ولایت بېلا بېلو ولسوالیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۱:۱۸
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۵ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

 له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د RRDPO موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د لغمان ولایت له پېښو سره د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .