د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۱۵ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هستوګنې لپاره د آغاخان بنسټ ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۱۵ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته د یاد ولایت په خرم سارباغ ولسوالۍ کې نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ د مسؤلینو په شتون کې ۴,۳۵۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال یو میلیون او درې سوه اویا زره او دوه سوه پنځوس (۱٫۳۷۰٫۲۵۰) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۲/۲۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره