د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ١٣ بېځایه شوو کورنیو ته نغدي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۲۲:۶
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې، دDRC  او پاملرنې موسسو ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، یادو موسسو او د WFP  او IOM موسسو د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست سره په همغږۍ، ١٣ بېځایه شوو کورنیو ته د یاد ولایت په ناوه ولسوالۍ کې، له سروې وروسته نغدي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې. 
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، د DRC موسسې له لوري هرې کورنۍ ته ١٣,٠٠٠ افغانۍ او د IOM موسسې له لوري هرې کورنۍ ته کمپلې، د پخلنځي یوه بسته، یوه بسته ژمنۍ البسه، یوه بسته د کار وسایل او سولري څراغونه ووېشل شول.
په پای کې د مرستو ترلاسه کوونکو له یاد ریاست او موسسو څخه مننه او قدردانۍ وکړه.

نېټه: ١٤٤٦/٧/۱۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۰:۳۴
Background image

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د ۲۰۰ متره اوږد سړک د جوړولو کار پیل شو

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د وقایوي پروژو او د پېښو د خطر د کمولو پروګرام په چوکاټ کې، د یاد ولایت د ارغستان ولسوالۍ د چغنیان درې په سیمه کې د ۲۰۰ متره په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۰:۲۸
Background image

د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ګرشک ولسوالۍ کې د درېیو وقایوي پروژو پلي کولو کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د مقام لخوا د کډوالۍ نړیوال سازمان(IOM)  سره د همغږۍ پر بنسټ، د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد سازمان په مالي همکارۍ، د دې ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۰:۸
Background image

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په چک ولسوالۍ کې د کاریز او ویالې پاکولو کار بشپړ کړ او ګټې اخیستنې ته یې وسپارل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د مقام په لارښوونه، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د چک ولسوالۍ په ټټنګ کلي کې د هغه کاریز او ویالې، چې د تېرو سیلابونو له امله. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .