د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ګرشک ولسوالۍ کې د درېیو وقایوي پروژو پلي کولو کار پیل کړ
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د مقام لخوا د کډوالۍ نړیوال سازمان(IOM) سره د همغږۍ پر بنسټ، د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد سازمان په مالي همکارۍ، د دې ولایت د ګرشک ولسوالۍ په عمرا خان، بازار ګرشک او ده مزنګ سیمو کې د درېیو مهمو وقایوي پروژو پلي کولو کار پیل کړ.
دغه پروژې چې د سېلابونو د خطر د کمولو، د اوبو د مدیریت د ښه والي او د زیانمنونکو سیمو د خوندي کولو په موخه پلي کېږي، په کې د ۸ پلچکونو جوړول، د ۱۵۲ متره په اوږدوالي، ۴ متره لوړوالي او په اوسط ډول ۱.۷۵ متره پلنوالي د ګبیون استنادي دېوال جوړول او همدارنګه د ۱۹۶ متره په اوږدوالي، ۶ متره پلنوالي او ۳ متره ژور پارچاوې جوړول شامل دي.
د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو وویل، د دغو وقایوي پروژو په بشپړېدو سره به د سېلابونو احتمالي زیانونه د پام وړ راکم شي، د اوبو د لېږد او مدیریت بهیر به منظم شي، د کرنیزو ځمکو، استوګنیزو سیمو او عامه زیربناوو ساتنه به پیاوړې شي او د سیمې د اوسېدونکو اقتصادي او ټولنیز وضعیت به ښه والی ومومي.
